په پنجشیر کې د یو معیاري مسلخ پرانیسته او ګټې اخیستنه

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۲:۳۶
د یو معیاری مسلخ پرانیستی

په ګډو هڅو او همکارۍ سره د پنجشیر ښاروالۍ ریاست او ځینو نورو محلي ادارو په مرسته، د خصوصي سکتور له خوا په عنابه ولسوالۍ کې یو معیاري مسلخ جوړ او نن رسماً پرانیستل شو.

د پنجشیر ولایت مرستیال والي د پرانیستنې په مراسمو کې د خپلو رهنمودي خبرو پر مهال د دې پروژې پر اهمیت ټینګار وکړ او دا یې د چاپېریال ساتنې او د ککړتیا او ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي په برخه کې یو مهم ګام وباله.

د پنجشیر ښاروال د ولایت مقام له هر اړخیزې همکارۍ او تلپاتې ملاتړ څخه مننه وکړه او د همکارو ادارو هڅې یې ستایلې.

ښاروال د دې مسلخ له مالک څخه هم مننه وکړه او د هغه اقدام یې د چاپېریال ساتنې په برخه کې ارزښتناک، او د ټولنې د اقتصادي پرمختګ لپاره یو نوی او اغېزمن ګام وباله. هغه له ټولو ښاریانو وغوښتل چې له دې اقدام څخه ملاتړ وکړي او خپله دنده د چاپېریال او خلکو په وړاندې ترسره کړي. والسلام

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۲:۳۶
Background image

په پنجشیر کې د یو معیاري مسلخ پرانیسته او ګټې اخیستنه

په ګډو هڅو او همکارۍ سره د پنجشیر ښاروالۍ ریاست او ځینو نورو محلي ادارو په مرسته، د خصوصي سکتور له خوا په عنابه ولسوالۍ کې یو معیاري مسلخ جوړ او نن رسماً پرانیستل شو.

د پنجشیر ولایت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۲۰:۴۲
Background image

د پنجشیر ښاروالۍ مسئولینو د تسلیت پیغام د نورستان د ناورین شهیدانو پاتې کسانو او زیانمنو ته

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُون

په ډېرې خواشینۍ او ژورې غمیزې سره مو خبر ترلاسه کړ چې د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د ویجاړوونکو او مرګونو سېلابونو له امله یو شمېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۸:۵۸
Background image

د پنجشیر ولایت د بازارک ښاروالۍ د درې میاشتني فعالیتونو د راپور وړاندې کولو پروګرام

د پنجشیر ولایت د بازارک ښاروالۍ د درې میاشتني فعالیتونو د راپور وړاندې کولو پروګرام نن د ښاروالۍ د غونډو په تالار کې ترسره شو.

د ۱۴۰۵ کال د ثور د میاشتې ۱۴مه نیټه، چې د ۱۴۴۷ کال د. . .

BACK TO NEWS